د پاکستان – هند سیالۍ او د سولې خبرې اترې
مجیب الرحمن ساپی مجیب الرحمن ساپی

ولسمشر حامد کرزي هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد سوداګر او پانګوال یې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول. کرزي د هند د لومړي وزیر من­ موهن­سنګهـ په ګډون له لوړپوړو هندي چارواکو سره لیدنه وکړه. له لومړي وزیر سره له لیدنې وروسته د بلاعوضه سل ميليون ډالرو مرستې يو هوکړه ليک د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر زلمي رسول سره، د کانونو په برخه کې دوه هوکړه ليکونه د کانونو له وزير وحيد الله شهراني سره او د کلتور او ځوانانو چارو په برخه کې يو هوکړه ليک د اطلاعاتو او کولتور له وزير سيد مخدوم رهين سره لاسليک شو. د کرزي او سنګهـ په خبري غونډه کې د هند لومړي وزیر په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ او د سولې له هڅو څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

پداسې حال کې، چې ولسمشر حامد کرزی هند ته په سفر تللی د سولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني او ورسره پلاوی یې تېره ورځ (دوشنبه ۱۳۹۱.۰۸.۲۲) اسلام آباد ته تللي دي. د دغه سفر موخه له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو تر سره کېدل، په پاکستان کې له یو شمېر طالب بندیانو سره لیده کاته او د سولې له لړۍ څخه د پاکستان ملاتړ تر لاسه کول په ګوته شوي دي. د سولې عالي شورا مشر پاکستان ته له سفر وړاندې ولسي جرګې ته ویلي دي، چې دا ځل له بشپړ چمتووالي او د پاکستان همکارۍ په پام کې نیولو سره دغه هېواد ته سفر کوي. دغه سفر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه تر سره شوی دی.

د افغانستان، پاکستان او امریکا درې اړخیزه ناستې په ترڅ کې پرېکړه وشوه، چې د سولي عالي شورا لوړپوړی پلاوی به د روژې په میاشت کې پاکستان ته سفر کوي، څو د سولې خبرو اترو او هڅو څخه د پاکستان ملاتړ تر لاسه کړي؛ خو هغه مهال د پاکستان له لوري د بېلابېلو لاملونو له مخې لدغه سفر سره هوکړه و نه شوه. اوس مهال، چې له یوه لوري ولسمشر کرزی هند ته په سفر  تللی او له بل لوري پاکستان د سولې عالي شورا پلاوي ته د سفر بلنه ورکړې دا پوښتنه رامنځ ته کېږي، چې دغه سفر به بیا هم د هند او پاکستان د سیالیو قرباني شي یا دا، چې دا ځل به پاکستان رښتونی و اوسي او افغان لوری به ډک لاس هېواد ته ستون شي؟

که په لومړي سر کې د سولې عالي شورا جوړښت ته پام وشي پدغې شورا کې د ولسمشر کرزي له لوري داسې کسان ګمارل شوي، چې ډېری برخه یې له وسله والو طالبانو سره د مخامخ جګړې سابقه لري؛ د دغو کسانو ښه بېلګه د یادې شورا پخوانی مشر استاد برهان الدین رباني او اوس مهال د ده زوی صلاح الدین رباني، حاجي محمد محقق، عبدالرب رسول سیاف، سید منصور نادري، قاضي محمد امین وقاد ... او یو شمېر نور دي.

د سولې عالي شورا په لومړني پیغام کې، چې د ۱۳۸۹ کال د تلې میاشتې په ۲۸ نېټه خپور شوی راغلي: "د سولې عالي شورا په افغانستان کې له ښکېلو اړخونو څخه غواړي چې د خپلمنځي اختلافاتو او ټکرونو په له مینځه وړلو کې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې عالي شورا په مینځګړیتوب د ستونزو سوله ییزې لارې ولټوي. دغه شورا د افغانستان له حکومت او د حکومت له مخالفینو څخه غواړي چې د سولې له بهیر سره هر راز مرسته او د دې شورا له نوښتونو څخه ملاتړ وکړي. د سولې عالي شورا غواړي چې په ملي او سیمه ایزه کچه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو لار پرانیزي."

خو تر ډېره بریده دغې شورا خپله اصله دنده، چې په دغه پیغام کې هم ترې یادونه شوې او هغه د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ منځګړيتوب دی هېره کړې او په خواشیني سره، چې د دغې شورا کړنې  داسې دي، چې خپله د وسله والو مخالفینو په مقابل لوري بدله شوې ده.

پاکستان به هغه مهال په رښتونې توګه د سولې په خبرو اترو کې له افغان دولت سره همکاري وکړي، چې د دغه هېواد غوښتنې ومنل شي. پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ د کموالي، له پاکستان سره په پوله پرتو ولایتونو کې د هند د کنسلګریو بندېدل او د هغه خنډ له منځه تلل غواړي، چې د افغانستان په خاوره کې د هند له لوري پاکستان رامنځ ته شوی دی. پاکستان (پوځ او څارګره اداره آی اس آي) د هند څارګره اداره (را) تورنوي، چې په افغانستان کې د پاکستان ضد عناصرو او بلوڅ ملت­پالو څخه ملاتړ کوي. همدا راز پاکستان ادعا لري، چې پدغه هېواد کې چاودنې او بریدونه د افغانستان په خاوره کې د هند د څارګرې ادارې له لوري تنظیمېږي. خو دا ټول هغه څه دي، چې د افغان دولت او هند له لوري په کلکه رد شوي دي او یوازې د پاکستان ادعا په توګه پاتې شوي، حتی پاکستان پدې اړه اسناد شواهد هم نه لري او که چېرې ویې لري هم، نو تر دې مهاله یې وړاندې کړي نه دي.

بل لور ته هند افغانستان ته د مرستو په ورکولو هڅه کوي، څو خپل نفوذ پراخ او د پاکستان دریځ کمزوری کړي، چې په تېرو یولسو کلونو کې له افغانستان سره د هند د مرستو کچه له دوو ملیارډو ډالرو اوړي. هند هڅه کوي، څو پاکستان ته په افغانستان کې ماتې ورکړي؛ هغه څه، چې د پاکستاني پوځیانو جدي غبرګون له ځانه سره لري.

د افغان دولت کمزوري بهرني سیاست له امله په تېر یولسو کلونو کې د هېواد ملي ګټې د هند او پاکستان په ګډون د ګڼو نورو هېوادونو د سیالیو قرباني شوي دي. کله، چې افغانستان ته د هند یوه لوړپوي چارواکي سفر کړی ورسره جوخت پاکستاني چارواکي هم راغلي دي، چې نه یو توانېدلی له یوه څخه هم په سمه توګه ګټه پورته کړو.

پاکستان ته سولې عالي شورا پلاوي له سفر سره جوخت په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر ښاغلی داوودزی د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دې لپاره غوښتل شوی، چې د افغانستان له خاورې د ډیورنډ کرښې هاخوا برید شوی دی، چې دا خپله پر دغه سفر منفي اغېز درلودی شي.

همدا راز له هندي رسنیو سره د ولسمشر کرزي څرګندونې هم کولای شي اسلام آباد ته د ښاغلي رباني سفر تر خپل اغېز لاندې راولي.

پورتنیو ټکو ته په پام سره ویلای شو؛ که چېرې په افغانستان کې د پاکستان ګټې خوندي شي او پدې تړاو پاکستان ته تضمین ورکړل شي، نو شونې ده، چې دغه سفر دې مثبتې پایلې له ځانه سره ولري، لدې پرته به بیا هم پاکستان د پخوا په څېر له خپل دوه مخي سیاست څخه په کار اخیستلو نه یوازې د سولې له لړۍ سره به مرسته و نه کړې؛ بلکې په هېواد کې به د زیاتو نا آرامیو لامل هم شي.

 

 


November 13th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات